‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه امریکایي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې تائید کړه، چې دنړۍ لوی میلیاردر ایلان ماسک سره یې سیاسي اړیکې پای ته رسېدلي دي.

ټرمپ د خبرو پر دوام ګواښ کړی، د ماسک له خوا د ډیموکراټ ګوند د نوماندانو مالي ملاتړ به نوموړي ته خورا بدې پایلې ولري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، ټرمپ دا مهال پر ایلان ماسک د لا زیات فشار واردولو په موخه د نوموړي له شرکتونو سره د امریکایي ادارو د قراردادونو پر لغوه کولو غور کوي.

د ټرمپ او ماسک ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ رسنیزې شوې، چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي لائحې توندې نیوکې وکړې او هغه یې کرغېړنه وبلله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version