د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د ایران شخړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي.
د راپورونو له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښيي.
ټرمپ ویلي، ایران د اوسني وضعیت له دوام څخه ستړی شوی او غواړي ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
نوموړي زیاته کړې، ټرمپ د ایران پر ضد د بریدونو بیا پیلېدل نهغواړي.


