د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، چې د هرمز تنګي د “ازادۍ پروژې” پر بیا پیل غور کوي.

نوموړي ویلي، دا ځل به د یادې پروژې ساحه یوازې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تر بدرګه کولو محدوده نه وي، بلکې پراخه به وي.

ټرمپ زیاته کړې، چې تر اوسه یې د دې پروژې د بیا فعالولو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي تېره اونۍ دا نوښت اعلان کړی و، خو وروسته یې له تهران سره د سولې د خبرو اترو له امله وځنډاوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version