‏د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا له‌خوا د سولې وړاندې شوې طرحې ته د ایران ځواب ورته د منلو نه دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې، تروت سوشال لیکلي: «ما همدا اوس د ایران ځواب ولوست، خو زه یې نه منم او دا د منلو نه دی.»

ایران تېره ورځ (یکشنبه) د امریکا له خوا وړاندې شوې طرحې ته ځواب ویلی وو.

‏ورته مهال، یو ایراني چارواکي له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې یادې طرحې ته د ایران ځواب ځمکنیو واقعیتونو سره سم وړاندې شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version