امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه پای‌ته رسېدلې؛ دغه لیدنه د بندو دروازو تر شا ترسره شوې ده.

ټرمپ نتنیاهو سره کتنه رغنده بللې او د صهیونیستي رژیم او امریکا ترمنځ یې د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

ټرمپ وایي، کتنه کې یې ټینګار کړی، چې له ایران سره باید خبرې اترې دوام ولري، تر څو وکتل شي، «چې ایا یوه معامله کیدای شي یا نه؟»

نوموړي زیاته کړې، چې تیر ځل د مذاکراتو پر مهال ایران فکر کاوه چې ښه موقف کې دي او معامله يې ونکړه؛ «خو هغوی په نیمه شپه زمونږ له توغندیو سره مخ شول.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version