د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې خبر ورکړی، چې د دې ادارې رییس مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د اذربایجان په نړیوال ښاري فورم کې ګډون کړی.
د یادې ادارې په وینا، افغان پلاوي د فورم په تخنیکي او تخصصي غونډو کې د افغانستان د چاپېریالي ستونزو، اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د هوا ککړتیا په اړه د هېواد لیدلوری او اړتیاوې شریکې کړې دي.
همدارنګه د دوامدارو ښارونو د رامنځته کولو او د ښاري چاپېریال د ننګونو په اړه هم بحثونه شوي دي.
ټاکل شوې چې افغان پلاوی د نړۍوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د همکاریو د پراختیا او د تجربو د شریکولو لپاره نورې لیدنې هم ترسره کړي.
