د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د وېنزویلا په خاوره کې یو بندر په نښه کړی، چې د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د روېټرز خبري اژانس ویلي، په دغه بندر کې د سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د «سي‌اېن‌اېن» د راپور له مخې، دا د امریکا له لوري د وېنزویلا په خاوره کې لومړنی رسمي اعلان شوی برید ګڼل کېږي.

ټرمپ د دې برید د څرنګوالي په اړه بشړ جزئیات نه‌دي وړاندي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version