د فري پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د ټرمپ ادارې د امريکا د بهرنیو چارو په وزارت کې پراخ بدلونونه پیل کړي، چې له مخې به یې د ياد وزارت ۱۳۲ دفترونه وتړل شي.
د سرچينې په خبره دا دفترونه د بشري حقونو د پراخولو، ډیموکراسۍ ته د ودې ورکولو، د افراطیت او د جنګي جرمونو د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د دې ادارې د جوړښت د بدلولو راپورونه خپاره شوي وو او اوس به له دې بدلون سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دفترونو شمېر له ۷۳۴ څخه ۶۰۲ ته راټیټیږي، چې دا شمېر ۱۷ سلنه کمی ښيي.
له بل لوري ټرمپ د امريکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د خپلو اړوندو څانګو د کارکوونکو شمېر د ۳۰ ورځو په موده کې ۱۵ سلنه راکم کړي چې په ترڅ کې به یې د شپږو لویو دفترونو لپاره زرګونه کسانو له منځه سلګونه کسان له دندو ګوښه شي.
د ټرمپ له لوري په وزارتونو دا بدلونونه په داسې حال کې کېږي چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د فدرالي حکومت اندازه او واک خورا محدود کړي.