‏د چاپیریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی چې، د دغې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال اندریکا راټواټه سره کتلي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د نړیوالو مرستو په ننګونو او جذب، د افغانستان د ملي مشارکت سند (NDC) د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون ته د دې سند د دوهمې نسخې په وړاندې کولو خبرې شوې.

په دې ناسته کې اندریکا راټواټه ژمنه کړې، چې کوښښ کوي د نړۍ او سیمې هېوادونو سره په همغږۍ له مرسته کوونکو بنسټونو سره د افغانستان د چاپيریال ساتنې په تړاو په ځانګړې توګه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره د نړیوال او سیمه‌ییز ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ناستې جوړې کړي.

ورته مهال ښاغلي خالص نړیوالو ناستو په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP30) کې چې ټاکل شوې برازیل کې جوړ شي د دغې ادارې د استازو د ګډون په تړاو هم خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version