شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د يورو نيوز رسنۍ د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د این بي سي نیوز په نوم له يوې خبري شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبارد به شي. ټرمپ همدا راز زیاته کړې، چې دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هیڅکله نه وي لیدلې. د دې مرکې په یوه برخه کې، ټرمپ یادونه کړې، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دوهمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي. ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې مخکې یې د ایران مذهبي رهبر ته یو لیک لیکلی و او بيا تهران ويلي چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی.
ټرمپ هڅه کوي خپل نوم او انځور په دولتي ادارو او بانکنوټونو کې د ملي سمبولونو په توګه ثبت کړي29 اپریل 2026
القاعدې غورځنګ وايي پر افغانستان د پاکستاني رژيم وروستي بريدونه د امريکا په لارښوونه ترسره کېږي29 اپریل 2026