د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره او ۲۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۵۰۷۹۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۳۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۶۱۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۳۵۳۰ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۶۶۲۹۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
ټولګټو چارو وزارت دغه راز ویلي چې، د انتقالاتو یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېرو یوه اوونۍ کې ۵۸۲۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.