یو شمېر نړۍوالو رسنیو د ملګرو ملتونو د ځینو چارواکو له قوله ویلي چې په “پاپوانیو ګیني” کې د یوې لویې ځمکې ښویېدنې له امله دوه زره کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

دوی ویلي، چې تر خټو لاندې ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې هم د پام وړ خطرونو او ننګونو سره مخ دي.

بل لور ته د ارام سمندر په ټاپو وزمه کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان (IOM) د دفتر مشر “سیرهان اکتوپراک” ویلي، ژغورونکي ډلې د خراب موسم شرایطو او د ځمکې ښویېدنې له خطر سره مبارزه کوي.

د دوی په خبره که چېرې په نږدې راتلونکي کې سیمه باندې نور بارانونه وشي، نو دا به د بې ساري ناورین لامل شي.

د پاپوا نیو ګیني(PNG) ملي ناورین مرکز هم تایید کړې، چې د ځمکې ښویېدنې له امله له ۲ زرو څخه زیات کسان تر ځمکه لاندې شوي دي.

پاپوانیو ګیني جزیره د اوقیانوسیې لویې وچې اړوند یو هېواد دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version