د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د څلورمې حوزې پولیسو هغه درې تنه غلهٔ نیولي، چې له یو کور څخه یې ۲۸ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالر غلا کړي وو.
له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو ته تر خبرتیا وروسته یاد اشخاص ونیول شول او پیسې خپل اصلي څښتن ته وسپارل شوې.
که څه هم اوسمهال په کابل کې د غلا، شوکې، تښتونې او نورې جنايي پېښې کمې شوې دي او تورن کسان ژر نیول کېږي؛ خو لا هم کله نا کله د ځینو غلاوو خبرونه خپرېږي.
د کابل امنیه قومندانۍ له خلکو غوښتي، چې د پېښې وروسته سملاسي پولیس خبر کړي، چې مجرمین پر وخت ونیول شي.