پاکستاني رسنیو د بلوچستان امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې په دغه ایالت کې امنیتي پېښې ۴۵.۶۳ سلنه زیاتې شوي او هدفي وژنې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له‌مخې، په دغه موده کې ټولې ۵۰۱ امنیتي پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۲۵۷ کسان وژل شوي او ۴۹۲ ټپیان شوي دي. دغه راز پر امنیتي ځواکونو ۳۳۲ بریدونه شوي چې پکې ۱۳۳ عسکر وژل شوي او ۳۳۸ ټپیان دي.

راپور زیاتوي، تېر کال په همدې موده کې ۳۴۴ امنیتي پېښې ثبت شوي وې.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د بلوڅو «بي‌اېل‌اېف» وسله‌والې ډلې د بام په نوم د دوه ورځني عملیاتو پای اعلان کړ او ادعا یې وکړه چې په دغه موده کې یې په ټول بلوچستان کې ټولټال ۸۴ بریدونه ترسره کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version