پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د غلاوو د زیاتېدونکو پېښو له امله د دغه هېواد فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ لیلامېږي.
دا موضوع پاکستان ملي شوری د صنعت او تولید کمېټې په غونډه کې مطرح شوې او ویل شوي، چې غلو د یادې فابریکې د برښنا لوړ ولټاژ مزي هم وړي دي.
چارواکو کمېټې ته خبر ورکړی، سره له دې چې یاده فابریکه تړل شوې، خو د برښنا له درکه ۲۷.۵ کروړه پوروړې هم ده.
پاکستان چې اقتصاد یې د مالي فساد او په دولتي کچه د غلاوو له امله په شدت کمزوری شوی؛ وروستیو کې یې د شتمنیو پلور زور اخیستی.
د دې هېواد حاکم پوځي رژیم څه موده وړاندې د پاکستان ملکي هوایي شرکت (پيآیاې) ۷۵ سلنه ونډې هم پلورلې وې.
