
د افغانستان ملي دفاع وزارت، پاکستاني رژيم له لوري د هېواد په پکتيکا او ننګرهار ولایتونو کې د بېګناه وګړو په کورونو بېګاني بمبارد ته په غبرګون کې ويلي، چې په مناسب وخت کې به له پاکستاني رژيم سره حساب وشي.
دفاع وزارت پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت بللی او زياتوي، چې دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.
د افغانستان دفاع وزارت همدا راز ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد د حريم او ولس ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤليت بولي او هېچاته د دې کار اجازه نه ورکوي.

