د بلوڅانو ملي تحریک (بي‌اېن‌اېم) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال کې په بلوچستان کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ۲۲۵ کسان له محکمې پرته وژل شوي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۳۵۵ نور بلوڅان د یاد رژیم له خوا په جبري توګه لادرکه شوي هم دي.

بي‌اېن‌اېم زیاته کړې، چې لسګونه هغه کسان چې تر نیونې او شکنجې وروسته خوشې شوي، د سختو جسمي او رواني ستونزو سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version