د پاکستاني طالبانو غورځنګ خبر ورکړی، چې ځواکونو یې تېره شپه د جنوبي وزیرستان «سراروغي» ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
بل خوا ځایي سرچینې وایي چې، نن سهار لس بجې، د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پاکستاني طالبانو پر «ششکروز» پوستو د دهشکې په وسیله برید کړی چې له امله یې پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.