له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو په ټانک او باجوړ ولسواليو کې دوه پاکستاني پوځیان ژوندي نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو پوځیانو د نیولو لپاره د باجوړ ولسوالۍ په واړه ماموند سیمه کې او د ټانک ولسوالۍ په شادي‌خېل کلي کې عملیات ترسره شوي.

د سرچينې د معلوماتو له‌مخې، نیول شوي پوځیان یوسف او جهانزیب نومېږي او دا مهال د پاکستاني طالبانو له خوا په نامعلوم ځای کې ساتل کېږي.

د یادونې ده، چې له تېرو شاوخوا دوه اونیو راهیسې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په بې‌ساري ډول خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version