د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان، د ډونالډ ټرمپ هغه ګواښ ته په غبرګون کې چې نن شپه یې د ايران د بشپړ نړولو خبرداری ورکړی ويلي، چې له ایران څخه د دفاع د سرښندنې په لېست کې یې خپل نوم هم شته.
نوموړي ويلي، «څوارلس ميليونه خلکو د ايران د دفاع لپاره نومليکنه کړې چې يو پکې زه هم يم».
په ورته مهال د ايران د پارلمان مشر باقر قاليباف هم د ايران د دفاع په موخه د سرتېرو په لېست کې نوملیکنه کړې او د پروسې انځور یې پر خپله ایکس پاڼه نشر کړی دی.
