د پاکستاني طالبانو غورځنګ وايي تېره اګست مياشت یې د پاکستان حکومت پر وړاندې‌ ۲۴۳ بريدونه کړي چې په پايله کې یې نږدې ۵۰۰ پوځيان مړه او ټپيان شوي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په يوه اعلاميه کې خبر ورکوي چې ياد بريدونه یې په سنايپر، تعارضي، کمين، لاسي بم، چريکي، او توغنديز شکل ترسره کړي چې د پوځ، استخباراتي ادارو، ايف سي، پوليسو، او نورو دولتي افرادو په شمول یې پکې ۲۰۳ کسان وژلي، ۲۴۵ ټپيان کړي، او د دوه لوړپوړو چارواکو په ګډون یې ۷ نور نيولي.

اعلاميه کې راغلي چې په يادو بريدونو کې د تلفاتو سربېره ۵ ميله G3 ټوپک، ۳ ميله LMG ټوپک، ۲ ميله راکټ، ۳ ميله کلاشنکوف، ۳ پايه مخابرې، ۱ ميل تمانچه، او يو ځيرک ټيليفون طالبانو ته لاس ته ورغلي.

همدا رنګه اعلاميه زياتوي چې په يادو يو مياشتنيو عملياتو کې یې د پاکستاني حکومت ۳۹ کشفي کمرې، ۵ ډرون کمرې، ۱۷ عرادې پوځي وسايط، ۶ پوځي ودانۍ او يو ټانک تخريب او له منځه وړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version