پاکستاني طالبانو د يوه ځانګړي انفوګرافيک په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو یې تېره اپریل میاشت د پاکستان او پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پاکستاني رژيم امنيتي ادارو پر کسانو ۴۰۹ بريدونه ترسره کړي دي.

معلومات ښيي چې دغه بريدونه تر ډېره په قبایلي او سرحدي سیمو متمرکز وو، چې جنوبي وزیرستان د ۹۰ بريدونو په ترسره کېدو سره په لومړي سر کې دی او ورپسې په پېښور کې ۶۳ او شمالي وزیرستان کې ۶۰ بريدونه ترسره شوي دي. همدارنګه په باجوړ، ډېره اسماعیل خان، بنو او ټانک کې هم د پام وړ شمېر عملیات ثبت شوي دي.

د بريدونو ډولونه بېلابېل ښودل شوي، چې پکې درازکوف او لېزري بریدونه، چريکي او تعرضي بریدونه، کمینونه، چاودنې او هدفي حملې شاملې دي، چې درازکوف او ليزري بریدونه ۱۰۹ ته رسېږي او د ټولو بريدونو لویه برخه جوړوي.

د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستاني رژيم د بېلابېلو امنيتي ادارو ۳۱۸ کسان هلاک شوي او ۳۷۸ نور ټپیان دي، چې په ټولیز ډول ۶۹۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او سربېره پر دې، ۱۳ کسان نیول شوي هم دي.

راپور زیاتوي چې د دغو بریدونو پر مهال امنیتي بنسټونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي، چې پوځ، ایف سي، پولیس او د استخباراتي ادارو غړي پکې شامل دي.

همدارنګه لسګونه امنیتي کېمرې، پوځي وسایط، ودانۍ او ځینې نور تخنیکي تجهیزات هم تخریب شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version