د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، ځواکونو یې تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په «پستې وړۍ» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د سپکو او درنو وسلو برید کړی.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې ۱۵ تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.