هندوکشغږ ته ځایي سرچینې وایې چې، نن جمعه سهار شاوخوا اووه بجې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په غوره کلي کې د معصوم په نوم یو ۳۵ کلن کس په خپله خونه کې دننه خپل ځان په «چرهییز» ټوپک وژلی.
د ځایي سرچینو په وینا، یاد کس واده کړی او ازاد کارو بار یې درلود. د وژل شوي کس د ځان وژنې اصلي لامل معلوم نه دی او په اړه یې څېړنې دوام لري.