د پاکستاني طالبانو غورځنګ خبر ورکړی چې، ځواکونو یې نن ماځیګر څلور بجې، د دېره اسماعیل ولايت په درابن ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی، چې په ترڅ کې یې پنځه عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د یاد غورځنګ ځواکونه نږدې هره ورځ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو بریدونه کوي چې له امله یې ډېر کله پاکستاني پوځیان له درنې مرګ‌ژوبلې سره مخامخ کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version