د وطن د دفاع په نوم، مخالفینو د ملت له لیکو ځان جلا کړ او د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې یې جبهه ونیوله، په داسې حال کې چې وطن تازه د امریکا له اشغال څخه خلاص شوی و او د آرام ساه یې اخیسته.

دوی له وطنه وتښتېدل او د خپلو لویدیځو بادارانو غېږې ته یې پناه یوړه، خو بیا یې رسنیو ته داسې چغې وهلې چې ګواکې دوی د وطن، عزت، شتمنۍ او حیثیت دفاع کوي؛ حال دا چې همدوی پخپله همداسې جفاوې د وطن په حق کې ترسره کړې.

امرالله صالح پر عزیزی بانک تور پورې کړی چې ګواکې دغه بانک د امریکا له حکومت څخه تاوان غواړي، په دې دلیل چې د جمهوریت پر مهال یې د امریکا د خیریه مرستو ادارې د قراردادونو د مالي تضمینونو پر اساس غوښتنه کړې وه. همداراز یې ادعا کړې چې عزیزی بانک د همدې موخې لپاره یو شمېر تقاعد شوي امریکايي افسران هم استخدام کړي دي.

عزیزی بانک په یوه اعلامیه کې د صالح دغه بې‌منطقه څرګندونې بې‌اهمیته بللي او دغه غیرمسئولانه، ساده‌لوحانه او مغرضانه ادعاوې یې رد کړې دي.

مقاومت جبهه او نور مخالفین د افغانستان د سرپرست حکومت تر واک لاندې د اقتصادي وضعیت له خرابوالي شکایت کوي، خو پخپله چې یې تر هر ځای وس ورسي، د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورکوي.

د عزیزی شرکتونه، چې عزیزی بانک یې سرلاری دی، په افغانستان کې فعالیت لري او د دې جګړه‌ځپلي هېواد لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري، ځکه چې سلګونه دندې او اقتصادي فرصتونه یې خلکو ته برابر کړي دي. د داسې یوې اقتصادي شبکې بې‌اساسه تورنول د افغانستان د اقتصاد او ځان‌بسیاینې پر ضد اقدام دی.

د سرپرست حکومت مخالفین، چې د دوی کړنو جمهوریت سقوط ته ورساوه، تر اوسه یې د افغانستان پر ضد د دښمنۍ سیاست ته دوام ورکړی دی. دوی د سرپرست حکومت پر ضد د خپلو سیاسي اختلافاتو په پلمه نه تنها د افغانستان نوم په نړیواله کچه بدوي، بلکې د دې هېواد اقتصاد او خلکو ته هم زیان رسوي.

د مخالفینو د وطن‌پالنې ادعا تنها یوه بهانه ده، چې له مخې یې غواړي خپلې شخصي ګټې ترلاسه او پخواني فساد ته دوام ورکړي؛ که نه، نو کله چې واک او اقتصاد دواړه یې په لاس کې وو، هماغه مهال یې باید وطن ودان کړی وای.

امرالله صالح د سرپرست حکومت له سرسختو دښمنانو څخه دی، حاضر دی چې د دې سیالۍ لپاره د ټول افغانستان خلک قرباني کړي. نوموړی له هغو کسانو دی چې د نوي حکومت په راتګ یې خپلې ټولې شل کلنې شتمنۍ او لاسته راوړنې له لاسه ورکړې، نو ځکه د ده په هره هڅه کې شخصي ګټې او مادي بڼې نغښتې دي.

په هر حال، د مقاومت جبهه له هر عمل سره خپله پټه څېره نور هم بربنډوي؛ هغه څېره چې اوس یې د افغانستان ډېری خلک پیژني او د دوی بې‌کفایتۍ او داخلي فساد ته متوجه شوي دي.

دا حقیقت آن د دوی د خپلو غړو لخوا هم درک شوی، ځکه وخت ناوخت د دوی له منځه څوک راولاړ شي او د مقاومت جبهې پټې څېرې خلکو ته وښيي، لکه څنګه چې قاري عیسی محمدي پخوا څرګندونې کړې وې او څو ورځې وړاندې نجیب بارور د دې ډلې د پټو اړخونو په اړه خبرې وکړې.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version