له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې په خمرنګ نومي پوځي کمپ تعرضي برید ترسره او په ترڅ کې یې پنځه تنه پاکستاني پوځیان ووژل او شاوخوا لس نور ټپيان کړل.
سرچينه وايي طالبانو همداراز درې څارونکې امنیتي کامرې هم تخريب کړې دي.
د سرچينې په وينا له برید څخه وروسته پوځيانو د غچ اخيستنې په موخه په ملکي خلکو ډزې کړي، چې له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي ټپيان شوي.