هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د خیبر ولایت په باړې ولسوالۍ کې د چاپې په نیت روان پوځي کاروان ته کمین ورکړی او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې.

د سرچینې په خبره په جګړه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ نښان ویشتونکي ځواکونه هم شتون لري، چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان یې په نښه کړي دي.

سرچینه وایي، په روانه جګړه کې د پاکستاني پوځ یوه لارۍ هم ویشتل شوې او اور یې اخیستی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version