شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د شمالي وزيرستان ولایت په ګړیوم ولسوالۍ کې د طالبانو او پوځ ترمنځ پرونۍ پېښه شوې جګړه د دوی په بريا پای ته رسېدلې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ په یاده جګړه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول، همداراز د دیوانه او ترابي په نوم د پاکستاني طالبانو دوه غړو هم په دغه جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ځواکونه یې په بشپړ ډول خوندي پاتې شوي دي.
د ایران مذهبي مشر، علي خامنهای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي25 اگست 2025