له خیبر پښتونخوا هندوکشغږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ د خيبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د لوی ماموند په سيمه د يو هدفي برید په ترڅ کې د ودود په نوم د پاکستان د پوځي استخباراتو (MI) ادارې کارمند په هلاکت رسولی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو د پاکستان د ټولو امنیتي ادارو کارکوونکو ته ګواښ کړی و، چې که خپلې دندې پرېنږدې دوی به یې له هرې ممکنه لارې هدف وګرځوي.