د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې، نن به د بدخشان د واخان سړک د دویم فاز د پیل تړون لاسلیک شي.
د معلوماتو له مخې، دغه لار چې بدخشان د چین له یارکند سیمې سره نښلوي؛ تېر کال یې د جوړلو چارې د سرپرست حکومت له لوري د ۵۰ کیلومټر په اوږدوالي سره د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې څخه پیل شوې وې.
تر دې وړاندې، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې سرپرست حکومت پلان لري واخان کوریډور پر یوه نړیوال سوداګریز مرکز بدل کړي او له دې لارې افغانستان نېغ په نېغه له چین سره وصل کړي.