شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه ځايي سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې پاکستاني طالبانو نن سهار د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ، لاچي تحصيل په درملک سیمه کې د پوليسو په ګزمې بريد کړی او مرګژوبله یې وراړولې.سرچينه وايي، د بريد په ترڅ کې د پوليسو یو افسر اشفاق چې د حوزې مشر هم و وژل شوی او دوه نور پولیس، یاسر او شفقت ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې په بريد کې د پوليسو دوه موټر هم ویجاړ شوي او پاکستاني طالبان بيا له سيمې روغ وتلي.
ایران وایي، هرمز تنګي کې درې تېلوړونکي بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلي او اور یې اخیستی4 نوومبر 2026