له پښتونخوا څخه ځايي سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې پاکستاني طالبانو نن سهار د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ، لاچي تحصيل په درملک سیمه کې د پوليسو په ګزمې بريد کړی او مرګ‌ژوبله‌ یې وراړولې.

سرچينه وايي، د بريد په ترڅ کې د پوليسو یو افسر اشفاق چې د حوزې مشر هم و وژل شوی او دوه نور پولیس، یاسر او شفقت ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې په بريد کې د پوليسو دوه موټر هم ویجاړ شوي او پاکستاني طالبان بيا له سيمې روغ وتلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version