له پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي، پاکستاني طالبانو تېره شپه، د خیبر پښتونخوا د بر دیر ولسوالۍ د شاهي کوټ درې سيمه کې د پاکستان د سرحدي ځواک په يوه پوسته برید کړی، چې په ترڅ کې يې پوسته نيولې، شپږ تنه پوځي عسکر یې وژلي، درې ټپيان دي او نور له پوستې تښتېدلي.
سرچينې دا هم ويلي، چې پاکستاني طالبانو دا برید د خپلو هغو بندي ملګرو د غچ اخيستو په موخه کړی، چې څو ورځې وړاندې یې په بر دیر ولايت کې د عسکرو د عملیاتو پر مهال په یوه جعلي مقابله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د معلوماتو له مخې له بريد وروسته ځايي اربکيان د تعقيب په موخه په پاکستاني طالبانو پسې تللي خو هغوی د ملکي خلکو د زيان د مخنيوي په موخه ورسره جګړه نه ده کړې.
پاکستاني طالبانو دغه راز يو پيغام خپور کړی او ويلي یې دي، چې د دوی جګړه یوازې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد ده، نو له همدې امله یې د دیر بالا سيمې اربکيانو ته خبرداری ورکړی، چې له جګړې څخه ځانونه لېرې وساتي، که نه نو د هر ډول زیان پړه به يې پر خپله غاړه وي.