د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ د ګلګت-بلتستان ايالت د چلاس ولسوالۍ په هډور سيمه کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی، چې پر مهال یې پنځه عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې د وژل شویو عسکرو په منځ کې افسران او نور لوړ رتبه چارواکي هم شامل دي.

ورته مهال پاکستاني امنیتي چارواکو په دې برید کې یاده مرګ‌ژوبله تائید کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version