شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه ځايي سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې پاکستاني طالبانو نن سهار د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ، لاچي تحصيل په درملک سیمه کې د پوليسو په ګزمې بريد کړی او مرګژوبله یې وراړولې.سرچينه وايي، د بريد په ترڅ کې د پوليسو یو افسر اشفاق چې د حوزې مشر هم و وژل شوی او دوه نور پولیس، یاسر او شفقت ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې په بريد کې د پوليسو دوه موټر هم ویجاړ شوي او پاکستاني طالبان بيا له سيمې روغ وتلي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026