د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیز ادرس د یوې خبر‌پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک ولسوالۍ اړوند ژه غونډۍ سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر ماین شنډونکې ګزمې د ماین چادونه کړې چې په ترڅ کې یې ۱۴ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د یادونې وړ ده چې د یاد غورځنګ وسله‌والو ځواکونو تېره ورځ د پاکستاني پولیسو پر موټر ماین منفجر کړی و، چې په ترڅ کې یې د یوه پولیس افسر په ګډون شپږ پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version