د هواپېژندنې ادارې دهیواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې  او باران ورېدو اټکل کړی دی.

یادې ادارې پرون سه شنبه په یوه لیکلي بیان کې، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د مالوماتو له مخې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version