هندوکش‌غږ ته سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د باجوړ ولسوالۍ په سالارزو تحصیل کې د نذیر حسین په نوم د پاکستان پوځي رژیم یو جاسوس هلاک کړی.

سرچینه زیاتوي، چې هلاک شوي جاسوس د یاد رژیم له پوځ سره هم همکاري درلوده او د وژنې عملیات یې د پاکستاني طالبانو د استخباراتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځي رژیم رسمي سرچینو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې نږدې ۳۰ پاکستاني پوځیان هلاک او ټپیان کړي او دغه راز یې پنځه تنه نور تسلیمۍ ته مجبور کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version