د پاکستاني طالبانو غورځنګ خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د کرک ولایت د داود شاه بانډې ولسوالۍ اړوند د پولیسو پر بهادرخېل پوستې د یوه تعارضي برید په ترڅ کې دوه پولیس وژلي او شپږ نور ټپیان کړي دي.
یاده دې وي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې پر پاکستاني پوځ او نورو امنیتي ادارو د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د یاد غورځنګ ځواکونه د پاکستان په مختلفو سیمو کې نږدې هره ورځ پر نظامي اهدافو بریدونه کوي.