د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي هلمند ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز پرانیسته کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې په بنسټ سرپرست وزیر د یاد روغتیايي مرکز پرانیستل، د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو په برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې ده.

هغه ژمنه کړې چې د عامې روغتیا وزارت به هڅې وکړي، څو د هېواد هر وګړي ته معیاري خدمات برابر او د ولسونو اړتیاوو ته په اساسي ډول کار وکړي.

د یادولو وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکز د شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version