له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو کرمه کې په دوه جلا بریدونو کې د دوه لوړ پوړو افسرانو په ګډون ۱۱ پاکستاني پوځيان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه وایي، لومړی برید د ډوګر سیمې پر جوګي پوځي مرکز شوی او دویم برید بیا همدې پوځي مرکز ته پر روان اکمالاتي پوځي کاروان شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د جنید طارق او مېجر طیب په نوم د دوه لوړ رتبه پوځي چارواکو په ګډون د ۱۱ پوځیانو وژل کېدل او د درېیو نورو ټپي کېدل تائید شوي.

ورته مهال د پاکستان پوځ هم دغه مرګ‌ژوبله تائید کړې او مقابل لوري ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې تازه نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د پاکستاني حکومت پر وړاندې پر جدي ننګونې بدل شوی او خپل عملیات یې د دغه هېواد نورو سیمو ته هم غځولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version