په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې داسې پلان شوې وه چې د افغان حکومت سیاسي مخالفین او تبعیدي مشران د غونډو لپاره سره را ټول شي. دغه غونډې د پاکستان د استخباراتي ادارې آیایسآی تر پوښښ لاندې تنظیمېږي، خو د ناڅاپي پرېکړې له مخې د سپټمبر میاشتې اخري ته وځنډېدې. دا موضوع د دې پوښتنې لامل ګرځېدلې چې ولې داسې غونډې، چې د آیایسآی په څېر ځواکمنه اداره یې تر شا ولاړه وه، پر خپل و نه شوې!؟
که څه هم غونډه په ښکاره د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ په نوم اعلان شوې وه، خو ډېر ژر د شنونکو او رسنیو له لوري افشاء شوه چې د دې غونډو تر شا د پاکستان د استخباراتو پټ رول دی. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د ځينو سیاسيونو او د ټولنيزو رسنيو د مخکښو څهرو له لوري د آیایسآی د مداخلې خبره عامه شوه، یو شمېر افغان ګډونوال له وېرې یا د خپل اعتبار د ساتلو لپاره له ګډون څخه تېر شول.
د غونډو په اړه ډېری شنونکي په دې باور دي چې د غونډو تر شا د پاکستاني استخباراتو مستقیم لاس و او کله چې دا موضوع په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې افشاء شوه، د ګډونوالو پر موقف یې منفي اغېز وکړ. ډېری افغانان دا غونډه د پاکستان د یوې نوې استخباراتي لوبې په توګه تشریح کوي.
یو شمېر نوموتي افغان سیاستوال او پخواني چارواکي چې تمه کېده ګډون وکړي، د فشارونو او انتقادونو له امله یې پرېکړه بدله کړه. هغوی له دې وېرې سره مخ وو چې ګډون به یې د ولس په سترګو کې د پاکستاني اجنډا منل وګڼل شي. د هغوی نه ګډون د غونډو د اعتباري ځواک لپاره لویه ضربه وه او د غونډو تر اعلان وروسته په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې سختې نیوکې وشوې. ډېری افغان فعالانو او لیکوالانو دا غونډه د «پاکستان د پروژې برخه» وبلله. د دغه نیوکو پراخ رسنیز غبرګون د غونډې پر سیاسي فضا منفي اغېز وکړ.
یادې غونډې د افغانانو د ملي ګټو استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د سیاسي اجنډا یوه برخه بلل کېږي. په ځانګړې توګه ځوان نسل په ټولنیزو رسنیو کې دا غونډه په کلکه وغندل او څرګنده یې کړه چې د آیایسآی د غونډو په وړاندې د تبعیدي مشرانو خاموشي د دوی د موقف ضعف ښيي، دوی همدا راز نړۍ ته دا پیغام ورساوه چې د پاکستان د پروژو پر وړاندې د افغانانو شک پر پخوا لا ډېر شوی.
د اسلام آباد غونډه چې د تبعیدي افغان سیاسي څهرو لپاره پلان شوې، له پیل څخه یې ګڼ شمېر ابهامات درلودل او د غونډو تر شا د پاکستاني استخباراتو رول ښکاره و، ځکه نو ګڼ شمېر افغانان له لومړۍ ورځې پرې شکمن وو. افغان سیاسي فعالان او ځوانان باور لري چې دا غونډه د افغان ملي ګټو پر ځای د آیایسآی د پروژو د ترویج لپاره جوړېږي.
د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپلو ټویټونو او سیاسي فعال میرویس افغان هم په خپلو څرګندونو کې پر يادې غونډه نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا یوازې د پاکستان استخباراتي ادارې یو نوی پلان دی. د دوی په شمول د ګڼ شمېر فعالانو د غونډو پر ګډونوالو فشارونه لا زیات کړل، ځکه هغوی له سختو نیوکو سره مخ شول او وړاندوینه یې وکړل چې د پاکستان تر سیوري لاندې د افغان مسئلې حل ناشونی دی.
پایله دا ده چې د اسلام آباد غونډې یوازې یوه استخباراتي پروژه ده چې د مختلفو عواملو له کبله یې بڼه بدله او لږ وځنډېدل. د افغان سیاستوالو ترمنځ اختلاف، د افغان حکومت غير مستقيم فشارونو او د پاکستان دوهمخې تګلارې او یو شمېر نور عوامل وو چې د دې ناستې د ځنډېدو لامل شول او په پام کې ده چې د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې دایرې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.