د پاکستان پوځي رژيم يرغلګر ځواک تېره شپه د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو بمبارد کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه شهيدان او ۳ نور ټپيان شوي.

په شهيدانو کې د نور اسلم‌ په نوم د يوه تن ۷ ماشومان شهيدان شوي، چې ۱۶ میاشتينی محب الله، ۳ کلن حزب الله، ۵ کلن شمس‌ الله، ۷ کلن اسدالله، ۱۳ کلن دادالله، ۱۱ کلنه پلوشه او ۹ کلنه عايشه شاملې دي.

پر دې سربېره ۳ کلنه اسيه او ۱ مياشتينۍ عاليه‌ چې د سميع الله لورګانې وې هم شهيدانې شوې دي.

دغه راز د راضیه په نوم يوه ښځه چې ۳۵ کلنه او د جنت خیل لور ده، هم په شهادت رسېدلې ده.

په ټپيانو کې بيا ۲۲ کلنه سیلابه د سرور لور، ۲ کلنه مسکا د سمیع الله لور او ۲۳ کلن سمیع الله د شريعت خان زوی شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version