Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستانی حکومت د وروستۍ لسيزې په کچه له يوه خطرناک ګواښ سره مخ دی
    سیمه

    پاکستانی حکومت د وروستۍ لسيزې په کچه له يوه خطرناک ګواښ سره مخ دی

    صابر افغانصابر افغان6 اکتوبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تحلیلي راپور له مخې، د پاکستان په غرنیو سیمو کې د پاکستاني طالبانو بیا راټوکېدنه او تر لويو ښارونو رارسېدل د دې هېواد لپاره په وروستۍ يوه لسيزه کې تر ټولو ستر امنیتي ګواښ ګرځېدلی دی.

    راپور لیکي، چې پاکستاني طالبانو د غورځنګ جنګیالي چې څو کاله مخکې یې فعالیتونه کمزوري شوي وو، اوس یو ځل بیا منظم شوي او د پاکستان د پوځ پر ضد یې قوي چریکي جګړه پیل کړې ده.

    په راپور کې راغلي، چې که څه هم پوځ هڅه کړې ده، د ډرون او نورو بريدونو له لارې د پاکستاني طالبانو مخه ونیسي؛ خو په دې بهیر کې یې ګڼ شمېر سرتېري له لاسه ورکړي، لسګونه زره خلک بې‌ځایه شوي او له پوځ د ځايي خلکو ناراضايتي لا پسې زیاته شوې دي.

    په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو حضور د پاکستان د هغه پوځ کنټرول کمزوری کړی، چې ځانته د سیمې د یوه ځواکمن پوځ خطاب کوي او مشر یې عاصم منیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په وروستۍ ليدنه کې د «سیمه‌یزې امنیتي همکارۍ» خبره کړې وه.

    نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو له مخې ويلي، چې پاکستان کې په کور دننه د جګړې د پراخېدو وضعیت د پوځ بریالیتوبونو له صفر سره ضرب کړي او په باجوړ، سوات او وزیرستان کې د جګړې دوام، د پوځ په بريدونو کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی او د خلکو بې‌ځایه کېدلو د پوځ پر پالیسۍ او تګلارې د عامو خلکو باور له منځه وړی او شکونه یې جوړ کړي دي.

    نيويارک ټايمز همدا راز په خپل راپور کې د واشنګټن د «سټیمسن» مرکز د څېړونکي اسفندیار میر له قوله ليکلي:«د پاکستاني طالبانو پیاوړتیا د دې ښکارندويي کوي، چې د ځواک توازن د اسلام‌اباد د امنیتي ادارو پر ضد روان دی.»

    راپور زیاتوي چې د پاکستان د طالبانو تحريک ځواکونو د پاکستان د پوځ پر ضد بریدونه پياوړي او دقيق کړي؛ خو کله نا کله ملکي وګړي هم د جګړې قربانیان ګرځي.

    نيويارک ټايمز دغه راز د پاکستان «د سولې د مطالعاتو مرکز» هغه راپور هم راخيستی چې ويلي یې و، د ۲۰۲۴کال په ترڅ کې په پاکستان کې د بریدونو شمېر د ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و او شاوخوا ۹۰ سلنه یې د پاکستاني طالبانو له لوري شوي وو.

    د سرچينې په ياد تحليلي راپور کې راغلي، چې د نړۍ په کچه په جګړو د څار «ACLED» ادارې شنونکي «پرل پندیا» نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي: «د تحریک طالبان پاکستان تمرکز اوس د پوځ پر ضد مستقیمو بریدونو ته اړول شوی؛ خو د پاکستاني طالبانو پر ضد د پوځ د عملياتو تګلاره بریالۍ نه شي ګڼل کېدای.»

    نيويارک ټايمز همدا راز د خپل دې تحليلي راپور په جمع‌بندۍ کې ليکلي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ پر ضد په يوه منظم سرتېري ځواک بدلېدونکي دي، چې مخه نيول یې پاکستاني حکومت ته خورا سخت او ان ناممکن ګڼل کېږي.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ
    راتلونکي مقاله د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ مذاکرات پیل شول

    مربوطه لیکنې

    د ایران رهبر شپږ لوړپوړي پوځي چارواکي پر نویو دندو وټاکل

    11 اگست 2026

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    5 اگست 2026

    ايران د سیمې د انرژۍ مهمو زېربناوو د په نښه کولو ګواښ کړی

    1 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 14 اگست 2026

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه…

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.