د پاکستان مشهور خبریال محمد اسلم عوان، بنو کې د پوليسو پر پوستې برید کې د ۲۹ پوليسو وژل کېدو ته په غبرګون ویلي، چې سعودي عربستان د دې پېښې غندنه کړې؛ خو د پاکستان حکومتي چارواکي له ډاره‌ غږ نه کوي.

هغه زياته کړې، «ورور هېواد عربستان دا پېښه وغندله؛ خو زموږ د خپلې صوبې اعلی وزیر، والي، لومړی وزیر، ولسمشر او د ټولو سیاسي ګوندونو ملي کچې مشران د وېرې له امله چوپه خوله دي.»

ياده دې وي، چې اتحاد المجاهدين تېره ورځ بنو کې د پوليسو پر يوې پوستې برید کې شاوخوا ۲۹ پوليس ووژل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version