دویمه برخه
په بنګله دېش کې له اسلامیت او بشریت ضد کړنو وروسته، د پاکستان جنایتکاره او وحشي صفته پوځ بیا پر خپلو نورو بې ګناه او مظلومو خلکو لکه، بلوڅانو، پښتنو، کشمیریانو او سندیانو ناتار پیل کړ او له لسیزو راهیسې یې د هغوی پر سرونو او وینو سوداګري پیل کړې، لسګونه او سلګونه زره بې ګناه بلوڅان، پښتانه، کشمیریان او سندیان یې تر تېغ تېر کړل، لویه برخه یې ترې تم کړل او ډېری نور یې له ظلمونو او شکنجو ډکو زندانو ته واچول. دا هر څه په پاکستان کې د یوه خاص ایالت، خاصو خلکو او ډلې د بقا، عیش او عشرت لپاره کېږي.
پاکستانی پوځ د بلوڅانو، پښتنو، کشمیریانو او سندیانو په سیمو کې د خلکو کورونه نړوي، مشران، سپین ږیري او ځوانان یې وژني، مالونه یې لوټي، جوماتونه یې بمباروي، ښځې او ماشومان یې زندانونو ته اچوي، مدرسې یې په بمونو الوځوي او پر ناموسونو یې تجاوز کوي. د دې ټولو په بدل کې هلته اوس بلوڅانو، پښتنو او نورو قومونو د خپل ځان، مال، عزت او ناموس د دفاع لپاره مبارزه پیل کړې، چې له دغه مکار او جنایتکاره پوځ څخه یې لاره ورکه کړې، په کور دننه، سیمه او نړۍ کې یې د ناکامۍ او بدنامۍ خبرونه خپاره شوي او لېرې نه ده چې تر ظلمونو او جنایتونو لاندې بلوڅان، پښتانه، سندیان او کشمیریان یوه ورځ د بنګله دېش په څېر د ظلم او جنایت له دغه تور جاله راووځي.
