وروسته له هغه چې د پاکستان اسلام اباد کې پر يوه جومات د نن ورځې برید کې، د پاکستاني رژيم د استخباراتي ادارو پر لاس لرلو شکونه پيدا شول تازه د دې هېواد ګڼو مشهورو څهرو په دې اړه پوښتنې او نيوکې کړې دي.

پاکستانۍ خبریالې غريده‌ فاروقي ويلي، د حکومت له لوري له بريد څخه يو ساعت وروسته د بريدګر په اړه د معلوماتو خپرول دا ثابتوي، چې له وړاندې په دې اړه معلومات و؛ خو خپاره شوي نه و او نه یې هم د مخنيوي هڅه شوې وه.

هغې، پاکستاني رژيم د امنیت په ټینګښت کې ناکام بللی او په شهباز شريف یې نیوکه کړې چې ولس ته دې وينا وکړي او امنيتي تګلارې دې سختې کړي.

نوموړې همدا راز اندېښنه څرګنده کړې، چې شاید پر اسلام اباد هره ورځ، اوونۍ يا هم مياشت کې نور بریدونه هم وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version