د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز د راپور پر بنسټ ۲۰۴۲ کال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وژنې د ۶۸۵ پېښو د ثبت او د وسلهوالو لهخوا د ۴۴۴ بریدونو سره یاد کال د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو لپاره په ورستۍ لسیزه کې تر ټولو خونړی او مرګونی کال و.
په ټولیزو تلفاتو کې ۱۶۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي چې د روان کال له ۶۳ سلنې څخه زیاته برخه په بر کې نیسي، دا شمېرې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ناامنیو کې ۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې انساني تلفات تر ټولو زیات وو چې شمېر یې ۱۶۱۶ کسانو ته رسېدلی او ورپسې په دویم مقام کې بلوچستان ایالت راغلی چې ټولټال ۷۸۲ کسان پکې وژل شوي دي. دغه دوه سیمې د دغه هېواد د ټولو تلفاتو ۹۴ سلنه او د جګړې ۸۹ سلنه پېښې جوړوي. د دغې ادارې په وینا نومبر میاشت د کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې په کې ۱۲۵ بریدونه شوي، ۴۵۰ تنه مړه شوي او ۶۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دغه راپور کې وړاندې راغلي چې په دغه هېواد کې د ناامنیو کچه له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۲مو کلونو پورې مخ په کمېدو وه خو دا کمېدل له ۲۰۲۱م کال راهیسې بند شوي او موږ د ناامنیو د کلنۍ زیاتوالی شاهدان یو. په ۲۰۲۴ کال کې، په خیبر پښتونخوا کې د کرمې، شمالي وزیرستان او خیبر سیمې او د بلوچستان کوېټه، کیچ او کلات سیمې د ترټولو لوړو تلفاتو شاهدان وو چې د دغو سیمو د تېرو دریو کلونو له شمېرو سره برابر ول.
دا ارقام د پاکستان له دولتي رسنیو څخه خپاره شوي او په پاکستان کې اوسنیو پېښو او جګړو ته په کتو سره د دې شمېرو د ډېروالي احتمال ډېر دی بل خوا د المرصاد رسنۍ د تحلیل له مخې د پاکستان حکومت اوس مهال د اشرف غني د حکومت د وروستیو کلونو پېښې او حالات تجربه کوي.