د تاریخ پاڼې شاهدې دي، هغه حکومتونه، چې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره یې نیابتي ډلې جوړې کړې، تمویل کړې، روزلې او یا یې پناه ورکړې ده، په پای کې یې د همدې پالیسۍ دروند قیمت خپله پرې کړی دی. کله چې یو حکومت د خپل ځواک پر ځای د نیابتي ډلو په مټ خپلې او پردۍ موخې تعقیبوي، په حقیقت کې د سولې، ثبات او ښه ګاونډیتوب پر ځای د ناامنۍ او بحران تخم شیندي. د سیمې د وروستیو لسیزو پېښو ته په کتو، اسلام آباد لا هم د نیابتي ډلو پالنه د خپلې ستراتیژۍ یوه برخه ګڼي، هغه تګلاره چې نه یوازې یې ګاونډیان زیانمن کړي، بلکې د پاکستان راتلونکی یې هم له جدي خطرونو سره مخ کړی دی.
استاد یاسر به د پاکستان د سیاستونو تعريف په یوه بېلګه کې په ډېر ښه شکل وړاندې کاوه، هغه به ویل: که چېرته یو بدمعاش یو چاته زنګ وکړي، چې موږ درځو، ستا زوی ستا په کور کې درته وهوو، ټکوو یې او وژنو یې! پوهېږئ دی په ځواب کې څه ورته وايي: چې نه، نه جي تاسو تکلیف مه کوئ! زه يې خپله درته وژنم. که په نړۍ کې د مثالي نیابتي حکومت بېلګه ولټوو، د پاکستان سیاستونه د ډېرو منتقدانو له نظره د همدې تعریف مصداق ګڼل کېږي.
داعش د اسلامي امت د ځپلو او په نوي عصر کې د راټوکېدلي جهادي فکر په نطفه کې د خنثی کولو یوه لویه او خطرناکه پروژه، چې د غرب له لوري په لاره اچول شوې ده؛ بېرته یې امت ته تصویر داسې وړاندې کېږي، چې ګواکې غرب د داعش ختمول غواړي، مګر ميداني واقعیت بل څه دی، پاکستان چې شپه او ورځ پردۍ اجنډاوې مخته وړي، سیاست، اقتصاد او پایښت یې له دغه لارې تضمینېږي، د داعشيانو روزلو او ساتلو ته یې هم کار ویلی، چې سیمه او نړۍ له دغه اړخه ګواښل کېږي.
افغان حکومت په ځلونو ثابته کړې، چې اسلام آباد په خپله خاوره کې داعشیان روزي، امکانات او مرکزونه یې ورته برابر کړي دي، چې په کراتو یې د داعشیانو مرکزونه په نښه او مهم مشران يې هم ور وژلي دي. نړۍ او سیمې ته څرګنده شوې، چې داعش ډله دا مهال په آسيا کې چېرته ژورې ریښې لري او څوک يې تر شا ولاړ دي!؟
افغان حکومت په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د هغو اربکیانو د ساتنې، پالنې او مرکزونو اړوند هم معلومات شریک کړي او هم یې د پوځي رژیم تر کنټرول لاندې د هغوی مرکزونه په نښه کړي دي. دا هماغه اربکیان دي چې په افغانستان کې د جمهوریت په توره دوره کې د یوې ډلې په شکل رامنځته شول، د ټولنې شریر، بد اخلاقه، آزار وهلي او تر ډېره په نشهيي توکو روږدو څخه جوړه شوې ډله وه. ملت د دوی له ظلمونو، وحشتونو او بدو کړنو په تنګ شوي وو، خو اوس بيا د پوځي رژیم له خوا هڅول کېږي، چې د تېر په څېر حالات تکرار کړي.
پاکستان تر بل هر وخت ډېر، اوس د نیابتي ډلو ساتلو ته کار ویلی، بالخصوص د داعش او شریرو اربکیانو روزنه او ساتنه، چې دا د نورو هېوادونو د زيانمنولو کولو ښکاره او بربنډه هڅه ده. د یو ملت، هېواد او ولس دښمنانو ته په خپله خاوره کې د روزنې کمپونه او مرکزونه جوړول او د بل هېواد په تضرر کې ونډه اخیستل هغه اور دی، چې یوه ورځ به دوی خپله پکې سوځېږي. تاریخ دا ثابته کړې ده، هر هغه هېواد چې د نیابتي ډلو اورونه بلوي، خپله هم خوندي نه پاتې کېږي. یوه ورځ به دا بل کړی اور د ده لمن هم نیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


